کلیدونه: J راتلونکی آیات · K پخوانی آیت
- 1
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ إِذَا زُلْزِلَتِ ٱلْأَرْضُ زِلْزَالَهَا
ژباړه: Izaa zul zilatil ardu zil zaalaha
كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره
- 2
وَأَخْرَجَتِ ٱلْأَرْضُ أَثْقَالَهَا
ژباړه: Wa akh rajatil ardu athqaalaha
او ځمكه خپل درانه بارونه بهر ته راوباسي
- 3
وَقَالَ ٱلْإِنسَٰنُ مَا لَهَا
ژباړه: Wa qaalal insaanu ma laha
او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي
- 4
يَوْمَئِذٍۢ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا
ژباړه: Yawmaa izin tuhad dithu akhbaaraha
په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي
- 5
بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَىٰ لَهَا
ژباړه: Bi-anna rabbaka awhaa laha
په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي
- 6
يَوْمَئِذٍۢ يَصْدُرُ ٱلنَّاسُ أَشْتَاتًۭا لِّيُرَوْا۟ أَعْمَٰلَهُمْ
ژباړه: Yawma iziy yas durun naasu ash tatal liyuraw a'maalahum
په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي
- 7
فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًۭا يَرَهُۥ
ژباړه: Famaiy ya'mal mithqala zarratin khai raiy-yarah
نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (، نو) دى به هغه وویني
- 8
وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍۢ شَرًّۭا يَرَهُۥ
ژباړه: Wa maiy-y'amal mithqala zarratin sharraiy-yarah
او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني
ژباړه: ps.abdulwali
آډیو آډیو: مشاری راشد الفاسی (128kbps د islamic.network CDN له لارې).
متن او ژباړه: api.alquran.cloud · عثماني عربي.
که د یوه آیت معنی روښانه نه وي، له یو وړ ښوونکي څخه پوښتنه وکړئ - په ځانګړې توګه د قانوني او عقیدوي مسلو لپاره.